IQNA

قرآنی تعلیمات/7

له د یندارئ  سره ( د غم او خپګان زغمل) د زغم رابطه

16:41 - November 29, 2022
د خبر لمبر: 3486527
ایکنا-(تهران) دانسانانو ژوند له ناببره چیلنجونو او مشکلاتو ډک دی. هر یو انسان له مخلتفو  شرائطو او وختونو سره  له ډیرو شخصي ،کورنیو، او اجتماعي  مشکلاتو او سختیاتو سره مخامخ کیږي ،خو دهغو په وړاندې  ددرستو انسانانو  د زغملو اندازه یو شان نه وي.

منفي احساسات یو هغه ترټولو مهم احساس  او هیجان  دی چې ورسره مخامخ یوو او پر کورنیو او کسانو ئې په درستې نړۍ کې ډيرزیات لګښتونه تپلي دي . په منفي احساساتو کې غم ،سټریس او خپګان ته اشاره کولی شو.
 که وغواړو ،داې موضوع ته پام وکړو چې څه شیان لامل کیږی،  له افسوس او غم او خپګان سره مخ شو،نو داسې ښکاري  د منفي پيښو یا سختو شرائطو په وړاندې ورته غبرګونونه  ولرو. د مثال په توګه ،د یوه شي له لاسه ورکولو په وړاندې غمجن کیږو او دغه غم دومره زیاتیدلی شی چې دمونږ ژوند راګیرولی او د مونږ پر کړچار اغیزې شیندلی شی.

کله ویره پر مونږ غلبه کوي  او  د خپلې خوښې موخو ته په نه رسیدا اندیښمن کیږو، کله چې دمونږ حق د واکوالانو یا د شاوخوا هغوخلکو په وسیله  چې یو ډول پر مونږ مسلط وي،ضائع کیږي ، نو ورسره غمجن کیږو.

په داسې شرائطو کې ژوند نه شو کولی چې هیڅ مشکل ونه لرو اوله هیڅ ډول چلنج سره مخ نه شو.حتی تر ټولو نزدې کسان او خپلوان هم ممکنه ده داسې کار وکړي چې  تمه ئې نه لرو او دمونږ لپاره ناخوښ وي.  دا د ژوند واقعیّت دی چې  غم او کړاؤ او خپګان د ژوند یوه برخه دی او ددغې دنیا ژوند  له غمه جلا نشي کیدلی. معمولا  غمونه اوږدۀ وي  او خوشالیانې لنډې وي او دا د ژوند طبیَعت دی.

 دهغو مطالعاتو په اساس چې ارواپيژاندو ترسره کړي دي،له ارزښتونو سره دنفسیاتي سلامتیا  اړیکه یوه مستقیمه اړیکه ده.  ارزښتونه مونږ ته وائي ،ترکومه حده  غم زغملی شو. پر دې اساس ددباؤنو او سختیانو زغمل  د مونږ له ارزښتي نظام سره اړه لري. دهمدې لپاره  ارواپيژاندد ارزښت د د حد او اندازې  په زیاتولو سره هڅه کوي د دباؤنو او خپګانونو په وړاندې دانسانانو زغم زیات کړي.

 په دې زمینې کې له خداي سره دارتباط او دمذهب او نفسیاتي سلامتیاترمینځ رابطه ډیره  مهمه ده که دغه رابطه سره وګنډل شي ، نو د انسان دمسئلې زغم او حل پیاوړی کیږی. همداراز له خداي سره رابطه له غمه  د وتلو او امید ته  د رسیدا لاره برابروي.

یوه بله مسئله د غم او خپګان د رامینځة کونکو او تاوان زیاتونکو  عواملو پيژندګلوي ده چې  په هغو کې شیطان او د شیطان منفي افکارو  ته اشاره کولی شو چې د مونږ په زړه کې ئې نفوذ کړی دی.هغه مهال  غم او خپګان لرو چې  دمونږ ارتباط  له خداي سره غوڅيږي،په دغه شان شرائطو کې د شیطان د نفوذ لپاره  لاره پرانیستل کیږي او   پخپلو  افکارو او پیغامونو سره  د مونږ ذهنیّت بدلوي؛ هماغه شان چې  په قرآن کریم کې راغلي دي؛«الشَّیطانُ یعِدُکمُ الفَقرَ وَیأمُرُکم بِالفَحشاءِ  وَاللَّهُ یعِدُکم مَغفِرَةً مِنهُ وَفَضلًا وَاللَّهُ واسِعٌ عَلیمٌ: شیطان،تاسو ته  د ادنفاق په وخت د بې وځلۍ او غربت ژمنه درکوي او د بداخلاقیو او بدوردو امر کوي،خو خداوند تاسو ته د بخښنې  او مهربانۍ ژمنه درکوي؛ او د خداوند قدرت پراخ او پر هرڅه دانا دی. په همدې دلیل،پخپلو ژمنو وفا کوي.:: (بقره/ ۲۶۸)

captcha